کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا او اوکراین چارواکي به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان کې له یو بل سره وګوري او د سولې پر پلانونو به خبرې وکړي.
بيبيسي نن په یوه راپور کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له قوله ویلي چې د امریکا او اوکراین چارواکي به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان کې سره وګوري او د سولې پر پلانونو به خبرې وکړي.
په دغه راپور کې د زېلېنسکي له قوله لیکل شوي: «راتلونکې اونۍ زه د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده سره پلان شوې لیدنه لرم. تر هغې وروسته به زما ټیم په سعودي کې پاتې شي چې زموږ له امریکايي شریکانو سره کار وکړي.»
هغه تمه ښودلې چې ژر او اوږمهاله سولې ته د رسېدو لپاره به یې له ټرمپ سره ګډې هڅې رغنده پایلې ولري.
سرچینې ویلي، سعودي ته د اوکراین د ولسمشر سفر اصلآ تېره میاشت پلان شوی و، خو د فبرورۍ ۱۸مه په ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ د لوړې کچې خبرو له کبله وځنډېد. کیېف دغو خبرو ته نه و وربلل شوی.
په راپور کې راغلي، تر دې مخکې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ استازي سټېف ویټکوف هم هیله ښودلې وه چې د امریکا او اوکراین ترمنځ به چارې بېرته سمې شي.
د یادونې ده چې د امریکا حکومت د ډونلډ ټرمپ او ولودیمیر زېلېنسکي ترمنځ تېره اوونۍ سپینه ماڼۍ کې د کمرو مخې ته له ناندریو وروسته کیېف سره لومړی پوځي مرستې او ورپسې د استخباراتي مالوماتو شریکول وځنډول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP