Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان حکومت ځینو اسنادلرونکو افغان کډوالو ته د مارچ تر پایه د وتلو وخت ورکړی

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې ځینو افغان کډوالو ته د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو دغه هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي، خو د کډوالو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې باید له افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي.

د امریکا غږ راپور له مخې، د پاکستان حکومت تېره ورځ دغه هېواد کې د ای‌سي‌سي کارت لرونکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی که د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې افغانستان ته ستانه نه شي، د شړلو له خطر سره به مخ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان تابعیت یا (ACC) کارت‌لرونکي افغانان دې په راتلونکو درېیو اوونیو کې له دغه هېواده ووځي، کنه د را روانې اپریل میاشتې په لومړۍ به یې د ایستلو لړۍ پیل شي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ له ټولو کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان هېواد څخه غوښتنه دا ده چې دوی باید له کډوالو سره نور هم له زغم او صبر څخه کار واخلي.»

دی وايي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او په اړه یې یو طرفه پرېکړه د دواړه هېوادونو په ګټه نه ده.

هغه زیاته کړه: «د دې لپاره باید دوه اړخیزه ناستې وشي، یو میکانیزم رامنځته شي او د هغه میکانیزم له مخې باید افغانان په باعزته توګه باندې هېواد ته راولېږدول شي.»

حقاني پاکستان کې له مېشت افغانانو وغوښتل چې باید په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، اوس‌مهال پاکستان کې ۳،۲ میلیون قانوني او غیرقانوني کډوال ژوند کوي.

دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې، ۸۴۰ زره افغانانو د ای‌سي‌سي یا د افغان کډوالو د پېژندنې کارتونه ترلاسه کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.