Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مارک کارني د کاناډا د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): مارک کارني د لیبرال ګوند له خوا د رایو په غوڅ اکثریت د کاناډا د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د امریکا غږ راپور له مخې،‎ کارني ۵۹ کلن دی او د کاناډا د مرکزي بانک مشري یې هم کړې او د جسټن ټروډو پر ځای به په داسې حال کې د دغه هېواد لومړی وزیر شو چې له ګاونډي هېواد، متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ او کډوالۍ پر سره جنجال لري.

کارني تر خپل بري وروسته په سمدستي توګه د متحده ایالاتو په ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتقادونه کړي او ویلي یې دي: «امریکا زموږ منابع، زموږ اوبه، زموږ خاوره او زموږ هېواد غواړي. ټرمپ په کاناډایي کورنیو، کارګرانو او کاروبارونو بریدونه کړي. مونږ یې بریالي کېدو ته نشو پرېښودی.»

د کاناډا مخکني صدراعظم جسټن ټروډو هم په وروستیو مراسمو کې ویلي چې د دغه هېواد خلک د ګاونډي هېواد امریکا له خوا د بقا له ستونزې سره مخ دي.

کارني په داسې حال کې د صدراعظم په توګه ګمارل شوی چې د روان کال د اکټوبر تر میاشتې باید عمومي انتخابات وشي خو هغه همدارنګه د قانون له مخې کولی چې تر ټاکلې مودې مخکې د عمومي انتخاباتو اعلان وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.