Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي

پل‌علم (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځي به د راتلونکي یوه کال کې په موده کې د شاوخو ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بیاورغول شي.

هغه زیاته کړه: «د ترمیم په دغو چارو کې د ښوونځیو د ودانیو، دروازو، کړکیو، دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو رنګول او د اساسي ترمیم کارونه شامل دي چې په بیارغېدو سره به یې شاوخوا ۴۰ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي.»

عرب وايي، د پوهنې ریاست هڅه کوي چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې هغو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې زده‌کوونکي یې په کرایي کورونو او یا هم په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

بلخوا، د لوګر یوه اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF)  له لوري ۵۰ بابه ښوونځي چې د تېرو جګړو او ورښتونو له امله ویجاړ شوي بیارغول کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ، پوهنې وزارت ته په کار ده څو هغو ښوونځیو ته هم اساسي ودانۍ جوړې کړي چې زده‌کوونکي یې اوس مهال په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، لوګر کې ټول ۲۸۷ دولتي ښوونځي دي چې له ډلې یې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې له ډېرو ستونزو سره سره په کرايي کورونو او ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.