Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يوه کاناډايي سيلاني اسلام قبول کړی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، یوه کاناډايي سيلاني چې دغه ولايت ته په سیاحت تللی و، د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.

د اېډوارد انډرېس په نوم دغه کاناډايي وګړی چې ۳۷ کاله عمر لري، د اسلام تر قبلولو وروسته ورباندې د محمداکبر نوم کېښودل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوی امر عيدمحمد حنيفي وايي، یاد سیلانی دغه ولایت ته د ورتګ پر مهال، د خلکو د اخلاص، مینې او له اسلامي اخلاقو څخه د متاثره کېدو له امله مسلمان شوی دی.

ورته مهال، د یاد رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې د تازه مسلمان شوي کاناډايي له قوله راغلي، د افغانانو دیني عقیدې، میلمه‌پالنې او اسلامي اخلاقو یې زړه ته لاره پیدا کړه او له هغه وروسته یې د اسلام مبارک دین ته د داخلېدو پرېکړه کړې ده.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې څو نورو بهرنیو سیلانیانو هم افغانستان ته د سفر پر مهال بېلابېلو ولایتونو کې د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.