کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې تخنیکي کمېټو ۱۳۴سټنډرډونه او د ازمایښت میتودونه وروستي کړي چې ۵۴ یې د سټنډرډ عالي شورا له خوا تصویب شوي.
د سټنډرډ ملي ادارې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یادې ادارې د ملي سټنډرډونو د جوړونې په لړ کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ بیا د سلواغې میاشتې تر پایه د تخنیکي کمېټو له لوري ۱۳۴سټنډرډونه او د ازمایښت میتودونه وروستي شوي او همداراز ۵۴ سټنډرډونه او د ازمایښت میتودونه د سټنډرډ عالي شورا له خوا تصویب شوي دي.
د سټنډرډ ملي اداره، د ملي سټنډرډونو جوړونه او تطبیق د دوامدارې پراختیا او د محصولاتو او خدماتو د کیفیت د تضمین لپاره اساسي ګام ګڼي.
د سرچینې په خبره، دغه اداره هڅه کوي چې د سټنډرډونو د جوړونې، دودولو او تطبیق له لارې د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه والي کې اغېزناک رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP