Language

ننګرهار کې ۷۰ کيلوګرامه چرس چې پاکستان ته لېږدول کېدل، نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): ننګرهار کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت دوربابا ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له لوري ۷۰ کیلوګرامه خام چرس چې پاکستان ته لېږدول کېدل، نيول شوي خو قاچاق‌کوونکی یې په تېښته بریالی شوی.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې قول اردو اړوند د سرحدي ځواکونو له لوري د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند تبۍ کنډو سیمه کې ۷۰ کیلوګرامه خام چرس نيول شوي دي.

هغه وویل، قاچاق‌کوونکي غوښتل چې دغه خام چرس د غرنيو سیمو له لارې د ډېورنډ پر فرضي کرښې پاکستان ته قاچاق کړي خو سرحدي ځواکونو يې مخه نيولې ده.

دی وايي، قاچاق کوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی خو د نيولو هڅې يې روانې دي.