Language

کونړ کې د کرکټ رمضان جام سیالۍ پیل شوې

اسعداباد (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): د کونړ کرکټ ولایتي ادارې مسوول وایي چې د کونړ د مرکز اسعداباد ښار د کرکټ مرکزي لوبغالي کې د رمضان جام لس‌اوریزې سیالۍ پیل شوې.

د کونړ کرکټ ولایتي ادارې مسول عطاالرحمن ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې ګډون لري او شاوخوا پنځلس ورځې به دوام وکړي.

ساپی زیاتوي چې د دغه سیالیو د جوړېدو ‎موخې د لوبغاړو هڅول او د کرکټ مینه‌والو ته د سرګرمۍ برابرول دي.