Language

اقتصادي معاونیت: روان کال کې ۲۵۲ پروژې منظورې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د تدارکاتو ملي ادارې په ۱۴۰۳ کال کې د ۷۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۵۲ پروژې منظورې کړې دي.

دې ادارې نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې پروژې په بېلابېلو ولایتونو او په بېلابېلو سکتورنو کې لکه ترانسپورټ، روغتیا، مخابرات، برېښنا، د اوبیزو سرچینو مدیریت او نورو برخو کې کې وې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې دغه پروژې د سرپرست حکومت له خوا تمویل شوې او زرګونو کسانو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي وو چې ۱۴۰۳ کال کې په کوچني مقیاس د کانونو د استخراج ۲۵ پروژې هم منظورې شوې دي.