Language

د جنوبي وزیرستان یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې په‌کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند د سیمه‌ییز مشر مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دې چاودنه کې د جمعیت علمای پاکستان ګوند د ځايي مشر مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له ‌مخې، د پېښې ټپیان د جنوبي وزیرستان د واڼه سیمې روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي حالت په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

امنیتي کسان سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.