کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل، په کور دننه د مرستې رسونې لړۍ ټکنۍ کړې ده.
د کډوالو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مرستیالې موتیا مسکون او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او یاده لیدنه کې د افغان کډوالو او داخلي بېځایه شوو پر وضعیت خبرې شوې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي چې افغانستان کې د کډوالو او داخلي بېځایه شوو د لاسنیوي برخه کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې او اغېزمنې دي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ د ستونزو د حل هڅې کوي.
نوموړي د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د ښارګوټو رغولو برخه کې د اړوندو بنسټونو پر همکاریو او مرستو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې په جبري ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راایستلو په کور دننه د مرستې رسونې لړۍ ټکنۍ کړې ده.
خبرپاڼه کاږي، افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان مرستیالې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه څرګنده کړې.
هغې ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي افغان کډوالو ته اړینې نقدي او غیرنقدي مرستې ورسوي.
د هغې په وینا، د کډوالو نړۍوال سازمان همدارنګه هوډ لري څو له پاکستانه د کډوالو ایستلو د نوې لړۍ له پیل مخکې په پولو کې اړینې اسانتیاوې برابرې او د اغېزمنو مرستو رسونې په موخه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره همغږي زیاته کړي.
دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه یو ځل بیا په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو راپورونه خپاره شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP