Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې دوه پروژې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ او کرنې ریاستونو له لوري د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د جلال‌اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي پژواک خبري اژانس ته وویل، ښاروالۍ د روان مالي کال د انکشافي پروژو په لړ کې د پنځمې او اوومې ناحیو ترمنځ د سېلابونو له امله تخریب شوی واش د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کانکرېټ چارې پیل شوې.

د هغه په وینا، دغه واش ۸۰ متره اوږدوالی او اته متره سور لري چې د ښاروالۍ له داخلي عوایدو به په اساسي او معیاري ډول ورغول شي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست تر چتر لاندې د «يواېن‌ډي‌پي» په ۳.۶ ميليونه افغانيو مالي ارزښت په بهسودو او کامې ولسواليو کې کرنيزو ځمکو ته د اوبو رسولو په موخه د اتو شبکو د جوړولو چارې پيل شوې.

د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن وايي چې هره شبکه د ۳۵ زره لېتره اوبو ظرفيت لري چې د لمريزې برېښنا پرمټ به دوه سوه جريبه هغو ځمکو ته اوبه ورسوي چې د کانال له سطحې په لوړه ارتفاع کې پرتې دي.

نوموړی وايي، په دې پروژه کې د يادو ولسواليو ۱۵۰ اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې چې په بشپړېدو سره به يې د اوبو مديريت، د بزګرانو اقتصادي پياوړتيا او د خوړو خونديتوب رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.