Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن د تېرو اووه ورځو په نسبت کابل ښار کې د نفتي توکو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): نن کابل ښار کې د تېرې یوې اونۍ په نسبت د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو سره د غوړیو، اوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د سرو زرو، ډیزلو او پټرولو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د کب میاشتې په ۱۸ مه د یوه ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو تبادله کېدې.

د نوموړي په خبره، د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت له دې امله ټیټ شوی چې مرکزي بانک د اسعارو مارکېټ په دوامداره ډول کنټرولوي او بازار ته ډالرهم وړاندې کوي.

د خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اووه ورځو په نسبت، د ۴۹ کیلو قزاقي اوړو د پلور عمده بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۳۸۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۷۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د افغانۍ په مقابل کې د امریکایي ډالر د ارزښت ټیټېدو او د وارداتو ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د دغو توکو بیې ټیټې شوې دي.

خو د هغه په خبره، نن هم لکه تېره اونۍ په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۳۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرو اووه ورځو په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۶۲ څخه ۶۱ افغانیو او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۵۸ څخه ۵۷ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

هغه دغه‌راز وايي چې نن د تېرو اووه ورځو په نسبت د یو کیلوګرام اوبلن ګازو بیه له ۶۰ څخه ۵۴ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، په نړۍوالو بازارونو کې د سون‌توکو د بیو ټیټېدو وروسته کابل ښار کې هم د هغو بیې ټیټې شوې دي.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د د تېرو اووه ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۴۵۰ څخه ۵۵۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۳۵۰ څخه ۴۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.