کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د نړۍوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د چاپېریال ساتنې او د ځایي ټولنو د ژوند د ښهوالي برخه کې یو مهم ګام اخیستل شوی چې «د ټولنې پر بنسټ د اقلیم بدلون ته د ځواب ویلو پروژه د ځنګلونو کرنې او د معیشت ښهوالي له لارې» تمویل شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده پروژه چې ارزښت یې ۹.۹۸ میلیونه ډالره دی، د نړۍوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري د کمپرمختللو هېوادونو د صندوق (LDCF) په شورا کې تصویب شوې.
د خبرپاڼې له مخې، د دې بودجې له اندازې ۸،۹۸ میلیون ډالر د نړۍوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري او یو میلیون ډالر د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) د داخلي مالي همکارۍ (Co-Finance) له لارې برابرېږي.
د خبرپاڼې په حواله ، یاده پروژه به د پنځو کلونو لپاره بدخشان او کونړ کې پلې کېږي چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې مقاومت زیاتول او د هغوی معیشت ښه کول دي.
چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې تطبیق د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، یاده پروژه کې د انعطافوړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کول، د تخریب شوو ځنګلونو بیارغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو سیسټمونو ښهوالی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څرځایونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبولګولو عصري سیسټمونو رامنځته کول، لکه چکډیمونه، د قطرهیي اوبولګولو سیسټم، د سېلاب ضد محافظتي دېوالونو او د اوبولګولو کانالونو جوړول په کې شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا پروژه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) د ګډو هڅو پایله ده او د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي او تمه کېږي چې د دې پروژې پلي کېدو سره به نه یوازې د چاپېریال وضعیت ښه شي، بلکې د ځایي ټولنو د ژوند کچه به هم لوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP