کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان روان کال (۱۴۰۳) کې د هېواد هوايي دهلیز له لارې د ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.
یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.
د یاد وزارت په وینا، د افغانستان صادرات د کابل، کندهار او بلخ ولایتونو هوايي ډګرونو له لارې اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربي امارات ، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سوېلي افریقا، المان، چین، هند او ځینو نورو هېوادونو ته ترسره شوي دي.
د سرچینې په وینا، په صادراتي توکو کې وچه میوه، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، جلغوزي، کالي، لاسي صنایع او نور شامل و او عمده وارداتي توکو کې بېلابېل درمل او برقي توکي شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP