منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان سږ کال د هوايي دهلیز له لارې د ۲۹۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات درلودل

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۳۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان روان کال (۱۴۰۳) کې د هېواد هوايي دهلیز له لارې د ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

د یاد وزارت په وینا، د افغانستان صادرات د کابل، کندهار او بلخ ولایتونو هوايي ډګرونو له لارې اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربي امارات ، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سوېلي افریقا، المان، چین، هند او ځینو نورو هېوادونو ته ترسره شوي دي.

د سرچینې په وینا، په صادراتي توکو کې وچه میوه، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، جلغوزي، کالي، لاسي صنایع او نور شامل و او عمده وارداتي توکو کې بېلابېل درمل او برقي توکي شامل دي.