پلخمري (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د بغلان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱.۹ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو د ۱۶ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه پروژې د بغلان ولایت په شپږو ولسوالیو (دوشي، خنجان، بنو، دهنه غوري، پلحصار اوخوست) کې پلي کیږي چې نن ورته د خنجان ولسوالي په ترکانو کلي کې د پرانېستې مراسم نیول شوي وو.
د خنجان ولسوال مولوي عبدالجبار ثابت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د ترکانو کلي اوسېدونکي له کلونو راهیسې له پراختیايي پروژو بې برخې وو.
ده وویل: «د ترکانو کلي اوسېدونکو دوه مهمې اړتیا وې لرلې، لومړی د لارې جوړول چې تېر کال خلکو په خپل شخصي لګښت جوړه کړه او بله اړتیا څښاک اوبو ته لاس رسی دی چې الحمد لله نن یې د اغا خان موسسې لخوا کار پیل شو.»
بغلان کې د اغا خان موسسې دفتر د انجنیرۍ څانګې مسول انجنیر انځرګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر دغو ۱۶ شبکو ۱.۹ میلیون امریکایي ډالره لګښت راځي او د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو له بشپړېدو سره به ۳۵ زره کسان پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د خنجان ولسوالي د ترکاني کلي اوسېدونکي عزیزالله وایي، په دغه کلي کې شاوخوا شپږسوه کورنۍ اوسیږي چې د څښاک لپاره د سیند له اوبو ګټه اخلي.
دی وایي، کله چې په پسرلي کې د سیند اوبه خړې وي، خلک ناروغه کوي او ان چې له امله یې ژوند له لاسه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP