فېروزکوه (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): غور کې یوه مور چې د ژوند ۲۵ کاله یې د خپلو درېیو فلج اولادونو په پالنه کې تېر کړي وايي، د اولادونو درملنه یې شونې ده، خو پیسې نه لري درملنه یې وکړي؛ هغه له حکومت او نورو مرستهکوونکو غواړي څو مرسته ورسره وکړي.
۴۲ کلنه ماهجبین د غور د مرکز فېروزکوه ښار په «جر فیضاباد» کلي کې اوسېږي، ۲۷ کاله مخکې په ۱۵ کلنۍ له ځانه یوه مشر کس ته واده شوې او اوس دوه لوڼې او پنځه زامن لري.
هغې وویل، لومړۍ اولاد یې لور (زینب) وه چې له ذهني اړخه روغه او اوس واده شوې ده؛ خو له زینب وروسته یې چې هر اولاد زېږېدلی، د څو کلونو په تېرېدو یې لاسونه او پښې فلج شوي دي.
د ماهجبین دویم اولاد ۲۴ کلن جبار دی چې په خبره یې، جبار تر ۷ کلنۍ روغ و، وروسته یې لاسونه او پښې له حرکته ولوېدل. د ماهجبین درېیم اولاد جمعهګل دی، هغه فلج نه دی خو قد یې ټیټ پاتې دی؛ دا چې هغه ۲۲ کلن دی، خو د نهه کلنو ماشومانو په څېر ښکاري.
د هغې څلورم زوی ۲۰ کلن سردار او پنځم یې ۱۶ کلن ستار دي چې دواړه په لاسونو او پښو فلج دي.
د نوموړې په خبره، شپږم اولاد یې لور ۱۴ کلنه خیرالنساء ده چې د څو کلونو په تېرېدو د فلج نښې پهکې راښکاره کېدې؛ خو ژر یې ډاکټر ته بوتله او له فلج کېدو مخکې یې درملنه پیل کړه او اوس هم تر درملنې لاندې ده.
خیرالنساء د خپلو وروڼو غوندې یې بشپړه بلج نه ده، ګرځي، خواړه خپله خوري، د کور په کارونو کې له خپلې مور سره مرسته کوي او د ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکې هم ده.
د ماهجبین اووم اولا نهه کلن میلاد هم روغ دی؛ ځکه خپلې شیدې یې نه دي ورکړې.
هغه وايي: «میلاد زما یو لایق او ګلالی زوی دی؛ هغه راتلونکی پسرلی درېیم ټولګي ته ځي او اول نومره دی.»
د ماهجبین د معلول زامنو وضعیت څنګه دی
د ماهجبین درې ځوان زامن چې پښې او لاسونه یې فلج دي او د ګرځېدو توان نه لري، دوی هر یو په خونه کې په خپلو ځایونو کې دي او د دې په تمه دي چې مهربانه او کړېدلې مور یې راشي او رسېدنه ورته وکړي.
په دغه دردوونکي حالت کې یادو ځوانو زامنو له مینې او هیلو ډکې سترګې خپلې مور ته وې، ښايي تر اوسه د هغوی د ژوندي پاتې کېدو دلیل د مور بېساري مېنه وي.
مورنۍ پالنه
د درېیو معلولو زامنو پالنه او د کورنۍ نورو غړو ته رسېدنه د یوې مېرمنې لپاره سخته ده خو ماهجبین وايي، کومه مینه چې له خپلو اولادونو سره لري، دا توان یې ورکړی چې د کور ټولو کارونو ته رسېدنه وکړي او هیڅکله یې د اولادنو پالنه کې ناغېړي نه ده کړې.
د غرمې ۱۲ بجې شوې وې، ماهجبین د ډوډۍ دسترخوان چمتو کړ او دوه کاسې کورت (قروت) یې له دوو خامو پیازو او څو ګیلاسه اوبو سره راوړل څو اولادونه ته یې ورکړي.
ماهجبین لومړی زامنو ته په نوبت خواړه ورکړل، کله یې چې یې اولادنو ډوډۍ بس کړه، بیا یې خپل ډوډۍ وخوړه، دا صحنه له معیوبو اولادونو سره د یوې کړېدلې مور مېنه ښيي.
ماهجبین وايي: «دغه ډېر سخت کار دی، هره ورځ له خوبه په وېره او اندېښنه کې راپاڅېږم، ټوله ورځ یې ترڅنګ یم، پخوا ځوانه وم، ماشومان واړه وو، راته اسانه و، خو اوس اولادونه لوی شوي، وزن او قدونه یې د ودې په حال کې دي، دغه کار راته ډېر سخت شوی، ځیني وخت یې چې تشناب ته بیایم، زور مې نه رسېږي، مجبورېږم په کشولو یې بوځم.»
د فلج اولادونو درملنه د دې ځورېدلې مور یوه لویه هیله ده
د ماهجبین د ژوند تر ټولو لویه هیله د هغې د هغې د اولادونو درملنه او روغتیا ده.
ماهجبین د خپلو فلج زامنو ترڅنګ ناسته وه، په مینه یې ورته کتل او رغېدو ته یې اوس هم هیلهمنه ده، هغه وايي: «ډاکټران زما د ماشومانو د فلج لامل د عصبي رګونو اختلالات ګڼي، هغوی وايي دغه ماشومان درملنې وړ دي؛ خو درملنه یې ډېرو پیسو او وخت ته اړتیا لري چې زه د دومره پیسو ورکولو د لګښت توان نه لرم، د هر یوه درملنې لپاره څه باندې یو لک افغانیو ته اړتیا ده.»
د هغې په خبره، خاوند یې ټوله ورځ د غور په ولایتي روغتون کې صفاکاري کوي او د میاشتې په پنځه زره افغانۍ معاش نه شي کولای د زامنو درمنله او یا د کور اړتیاوو ته یې رسېدنه وکړي.
هغې وویل: «تل له ځان سره فکر کوم چې که ماشومان مې جوړ وای، اوس به یې کور درلود، موټر به یې اخیستی و او په کې ګرځېدو به، خو له خدایه ناهیلې نه یم، اناشاءالله هغه ورځ به هم راورسېږي چې دا هیلې مې پوره شي.»
ماهجبین له خلکو وغوښتل چې د اولادونو درملنه کې له دې سره مرسته وکړي او د ژوند وضعیت یې ور ښه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP