کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د افغانستان ښځينه خبریالانو بنسټ مشره وایي، د ښځینه خبریالانو «ستونزې» یې د حل په موخه له اسلامي امارت او نړۍوالو بنستونو سره شریکې کړې دي.
نن کابل کې، د کب ۲۷مه د خبریال ملي ورځ، د افغانستان د ښځينه خبریالانو د بنسټ له لوري ونمانځل شوه.
د یاد بنسټ مسوولې مشهوده سروري په دغو مراسمو کې وویل، خبريالي دنده نه، بلکې یو رسالت دی، هغه رسالت چې په پوره ريښتنولي، مېړانه او ژمنتیا پر مخ وړل کېږي.
هغې زیاته کړه: «ښځينه خبریالان د ټولنې نه بېلېدونکی قشر دی او د هېواد په رسنیزه ټولنه کې د ښځينه خبریالانو رول، د هغو شتون، کړنې او لاستهراوړنې ډېرې موثرې دي.»
دې وویل، د افغانستان ښځينه خبریالانو بنسټ هڅه کړې چې د ښځينه خبریالاتو تر څنګ وي.
هغې له اسلامي امارته وغوښتل چې ټولې خبریالانې د هغو ټولو شرایطو او قوانینو په رڼا کې چې حکومت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري وضع شوي، کار کوي، خو ملاتړ ته اړتیا لري.
د یاد بنسټ مسوولې د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې ښځينه خبریالانې د اقتصادي ستونزو تر څنګ له ځینو نورو ستونزو سره هم مخ دي او یاد بنسټ دغه ستونزې له اسلامي امارت او نړۍوالو بنستونو سره شريکې کړې څو حللارې ورته ولټول شي.
مېرمن سروري د پژواک خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا مهال په هېواد کې تر ۶۰۰ ښځینه خبریالانې په رسنیو کې پر فعالیت بوختې دي، خو متاسفانه داسې ولایتونه هم شته چې هلته هېڅ ښځينه خبریالانې نشته چې د نورو لاملونو تر څنګ یو لامل یې اقتصادي ستونزې دي.»
هغې په دې اړه چې تېر کال یې د ښځينه خبریالانو کوم شکایت ثبت کړي، وویل: «د شکر ځای دی چې له اقتصادي ستونزو پرته، داسې کوم ستر شکایت موږ ته نه دی رارسېدلی، یوازینی شکایت د اقتصادي وضعیت دی.»
لیکوالې او خبریالې شبانه نزهت مالیار په نننۍ ناسته کې وویل: «نن داسې یوه ورځ ده چې باید د هغو کسانو د کړنو او زحمتونو قدردانی وشي چې په پوره ريښتينولۍ سره اطلاعات او معلومات تر خلکو رسوي او د ولس ريښتیني غږونه دي.»
هغې هم له اسلامي امارت او اړونده بنسټونو وغوښتل چې د ښځينه خبریالانو د کار لپاره ډاډمنه فضا رامنځته کړي څو وکولای شي په ښه ډول رسنیزې چارې پر مخ يوسي.
د افغانستان د خبریالانو د کور مشر محمدیاسین متین په نننۍ ناسته کې وویل، افغان خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغه له اړوند مسوولينو وغوښتل چې په دې برخه شته ستونزې له منځه یوسي څو خبریالان وکولای شي په خپل وخت مهم اطلاعات او معلومات ترلاسه او تر خلکو یې ورسوي.
دی وايي: «ولې اړينه ده چې اطلاعات بايد پر وخت ترلاسه او تر خلکو ورسول شي؟ ځکه د شایعاتو مخه پرې نیول کېږي، د ضد او نقیض خبرونو د نشر مخه پرې نیول کېږي او خبریال کولای شي خپله هغه ژمنتیا چې د خلکو او حکومت پر وړاندې یې لري، په ښه ډول ترسره کولای شي.»
د ناستې ګډونوال او ديني عالم، دوکتور عبدالقدوس مذهبي په نننيو مراسمو کې، د ځينو رسنیو پر فعالیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل: «په الله (ج) یقین وکړئ چې ځينې زموږ خپلې افغاني رسنۍ، نه پوهېږم چې څه باعث به وي، خو باعثونه شته، علتونه شته، چې د حق، واقعيت او حقیقت پر ځای؛ ډېر لیکل په دروغو کوي.»
هغه له خبریالان وغوښتل چې باید د قراني نصوصو په رڼا کې حقیقت او واقعیت تر خلکو ورسوي او د معلوماتو له تحریف څخه ډډه وکړي.
د ناستې په پای کې ځينو خبریالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP