Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د جاپان په مالي ملاتړ شپږ سوه جریبه میوه‌لرونکي باغونه جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې په شپږ سوه جریبه کرنیزه ځمکه میوه‌لرونکي باغونه جوړېږي.

دغه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست رییس مولوي میر محمدهاشم حزب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه باغونه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه د جاپان هېواد له لوري په څرخ ولسوالۍ کې جوړېږي.

نوموړي وویل، د یادو باغونو د جوړېدو په موخه د څرخ ولسوالۍ له شپږ سوه بزګرانو سره ۳۰ زره میوه‌لرونکي او اصلاح شوي نیالګیو مرسته هم وشوه.

حزب‌الله وایي، په میوه‌لرونکو باغونو کې د مڼو، زردالو، الوچو او بادامو نیالګي شامل دي.

د ده په وینا، د څرخ ولسوالۍ بڼوالو سره به د بڼوالۍ د ساتنې او پالنې ترڅنګ، د کیمیاوي سرې او وسایلو مرسته هم وشي.

بلخوا، د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ یوه بڼوال عبدالشکور پژواک ته وویل، خوښ دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه د جاپان هېواد له لوري په څرخ ولسوالۍ کې سلګونه جریبه میوه‌لرونکي باغونه جوړېږي.

نوموړي وویل، اړتیا ده چې د څرخ ولسوالۍ سربېره د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم او نورو ولسوالیو کې هم ورته میوه‌لرونکي باغونه جوړ شي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو د نیالګیو اېښودلو پسرلني کمپاین پیل کې ویلي وو، په دغه ولایت کې به په راتلونکي لمریز کال کې ۲۵۰ زره میوه‌لرونکي او غیرې میوه‌لرونکي نیالکي کېنول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.