پلعلم (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې په شپږ سوه جریبه کرنیزه ځمکه میوهلرونکي باغونه جوړېږي.
دغه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست رییس مولوي میر محمدهاشم حزبالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه باغونه له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه د جاپان هېواد له لوري په څرخ ولسوالۍ کې جوړېږي.
نوموړي وویل، د یادو باغونو د جوړېدو په موخه د څرخ ولسوالۍ له شپږ سوه بزګرانو سره ۳۰ زره میوهلرونکي او اصلاح شوي نیالګیو مرسته هم وشوه.
حزبالله وایي، په میوهلرونکو باغونو کې د مڼو، زردالو، الوچو او بادامو نیالګي شامل دي.
د ده په وینا، د څرخ ولسوالۍ بڼوالو سره به د بڼوالۍ د ساتنې او پالنې ترڅنګ، د کیمیاوي سرې او وسایلو مرسته هم وشي.
بلخوا، د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ یوه بڼوال عبدالشکور پژواک ته وویل، خوښ دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه د جاپان هېواد له لوري په څرخ ولسوالۍ کې سلګونه جریبه میوهلرونکي باغونه جوړېږي.
نوموړي وویل، اړتیا ده چې د څرخ ولسوالۍ سربېره د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او نورو ولسوالیو کې هم ورته میوهلرونکي باغونه جوړ شي.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو د نیالګیو اېښودلو پسرلني کمپاین پیل کې ویلي وو، په دغه ولایت کې به په راتلونکي لمریز کال کې ۲۵۰ زره میوهلرونکي او غیرې میوهلرونکي نیالکي کېنول شي.