Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ازبېک سوداګرو د افغانستان په ودانیزو چارو او کان کېندنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ازبېکستاني سوداګرو د دغه وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د ودانیزو چارو او کان کېندنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې له ځینو ازبېک پانګوالو سره لیدنه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې ‎په دې غونډه کې ازبېک پانګوالو د افغانستان په ساختماني او کان کېندنې برخو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د صنعت او سوادګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په دغه لیدنه کې ویلي، افغانستان اوس په بشپړ ډول خوندي دی او یادو برخو کې د ودې او پرمختګ لپاره پراخه امکانات شتون لري.

هغه ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت د داخلي او بهرني پانګوالو هر راز ملاتړ کوي.

زاهد هیله څرګنده کړې ‎چې دا پانګونې به د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا ټینګېدو لامل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.