Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: له رسنیو او خبریالانو ملاتړ خپل لومړیتوب بولو

غزني ښار (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کب ۲۷مې، په افغانستان کې د خبریال د ملي ورځې په مناسب له خبریالانو سره غونډه وشوه.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار په ټولنه کې د خبریالانو د رول په تړاو وویل، خبریالان د ټولنې د ستونزو په راپورته کولو کې مهم رول لري.

هغه وویل: «د خبریالانو کار نه یوازې د معلوماتو رسونه ده، بلکې د ټولنې د پرمختګ او اصلاح په برخه کې هم رغېدونکی رول لوبوي.»

نثار ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو په حل کې به له ټولو اړوندو دولتي ارګانونو سره همغږي کوي، څو د خبریالانو د مسلکي پرمختګ لپاره اضافي منابع او امکانات برابر کړي.

هغه د خبریالانو پر ځواکمنتیا او مسلکي پیاوړتیا ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل ژونالیستیکي اصول په پام کې ونیسي او له دغه مسلک سره کړې ژمنې پوره کړي.

نوموړي وویل، د غزني ولایتي اداره له خبریالانو او رسنیو څخه ملاتړ خپل لومړیتوب بولي.

ورته مهال یوه خبریال رحیم‌الله امیني وویل، دغه ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو د یادي برخي د لا ښه کېدو غوښتونکی دی.

نوموړی زیاته کړه: «غزني کې ډیر شمېر سیمه‌ییزي رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله په ښه وضعیت کې نه‌دي او دې برخه کې هم د مسولینو د پاملرني غوښتونه کوو.»

د یادونې ده چې غزني کې دا مهال شاوخوا شل تصویري، غږیزې او انځوریزي رسنۍ فعالیت لري چې لسګونه کسان په‌کې په دندو بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.