Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: یوناما باید افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونو په سم ډول منعکس کړي

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د یوناما د فعالیت له غځېدو سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت ویاند وايي چې دغه بنسټ باید د افغانستان، ملګرو ملتونو سازمان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت د رایو په اتفاق د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (سه‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې یوناما باید افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه په سم ډول منعکس کړي.

هغه زیاته کړې: «له یوناما غواړو چې له دې استازولي باید د افغانستان، ملګرو ملتونو سازمان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه هڅه وکړي، افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونو په سم ډول انعکاس کړي.»

هغه څرګنده کړې چې یوناما باید د بې‌ځایه بندیزونو لرې کولو، د افغانانو پر شتمنیو د بندیزونو پای ته رسولو، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته د سپارلو او داسې نور د افغانانو حقونو په ترلاسه کولو کې هڅه وکړي.

مجاهد زیاته کړې: «دغه راز دوی باید د تېر په څېر بې‌ځایه اندېښنې راپورته نه کړي، له یوې یا دوو موضوعاتو په استفادې د افغانستان پر وړاندې پروپاګند ونه کړي او د مغرضو کړیو د لاس اله ونه ګرځي.»

د یادولو ده چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې غځول شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.