جلالاباد (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د افغان او پاکستاني چارواکو د هوکړې له مخې، تر ۲۷ ورځو وروسته د تورخم دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه، او ټاکل شوې چې راتلونکې جمعې په ورځ مسافرو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
دغه لاره، چې نن څلور بجې پرې له ۲۷ ورځني ځنډ وروسته د سوداګریزو موټرو تګ راتګ پیل شو، د پاکستان له لوري تړل شوې وه.
د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت د دغې لارې د پرانېستې پر مهال وویل چې لاره د دواړو غاړو د هوکړې له مخې پرانیستل شوه.
هغه زیاته کړه، د جګړې له امله د دواړو غاړو د پلټنې وسایل خراب شوي، نو نن او سبا به دغه وسایل چمتو شي، او د جمعې په ورځ به د مسافرو تګ راتګ هم پیل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس، چې د جرګې مشري یې کوله، وویل هڅه کوي چې دغه جرګه او کمېټهدوامداره پاتې شي او د تورخم دروازې د تل پاتې پرانیستې لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
دغه راز، د پاکستاني اړخ د جرګې غړي شاه خالد وویل، د لارې تړل کېدل د دواړو غاړو د سوداګرو او ولس په زیان دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس غلام مصطفی رحیمي وویل، د لارې تړل کېدو له امله سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی، نو لاره باید له سیاست نه جلا وساتل شي.
بلخوا، مسافر غوښتنه کوي چې د مسافرو لپاره هم باید لاره په ټاکلې نېټه خلاصه شي.
حماد، چې نن سهار د لارې د خلاصون له خبرېدو سره تورخم ته تللی، وايي: “دا چې دروازه کې ستونزه ده، باید تر جمعې پورې حلشي، ځکه دواړو خواوو ته ګڼ مسافر بند پاتې دي.”
تورخم دروازه په سیمه کې د افغان پولهساتو ځواکونو له لوري د پوستې د جوړولو په غبرګون کې د پاکستاني اړخ له لوري تړل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP