Language

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰۰ ټنه درمل او طبي توکي مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): اروپايي ټولنه وايي چې د دې اتحادیې ۱۰۰ ټنه مرسته شوي درمل او طبي توکي تېره شپه کابل ته رسېدلي دي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپل رسمي اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا د ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیله د بشري مرستو لومړۍ محموله ده چې افغانستان ته لېږدول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه له خپلو شریکانو سره یوځای، د مالي ملاتړ په شمول، په افغانستان کې د بشري مرستو او اړمنو کسانو ملاتړ ته ژمنه ده.

د یادونې ده، اروپايي ټولنې له دې مخکې هم له افغانستان سره د درملو او طبي توکو مرستې کړې دي.