Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شوې

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳) د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کرنې او صنعتي برخو کې د ځمکې لاندې له اوبو ناسمه استفاده او د تغذیوي سرچینو محدودېدل د دې لامل شوي چې روان لمریز کال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست له خپل کلني پلان سره سم، په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په ۱۳ ښارونو کې د شته ارقامو پر بنسټ د ځمکې لاندې اوبو سرچینو وضعیت تر څېړنې او شننې لاندې نیولی دی.

د دې شننې پایلې ښيي چې د کابل، مزارشریف، بامیان، هرات، میدان‌ښار او کندهار ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو بیلانس منفي دی او په دغو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه کې د پام ‌وړ ټیټوالی راغلی دی.

سرچینې ویلي، د دغه وضعیت له تر ټولو مهمو لاملونو د کرنې او صنعتي لګښتونو لپاره د ځمکې لاندې اوبو بې‌ځایه را ایستل او د تغذیوي سرچینو محدودېدل دي او دغه مسئله د دې لامل شوې چې په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یوه تر پنځو مترو پورې ټیټه شي.

دا په داسې حال ده چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلک د اوبو له کمښته شکایت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.