کابل (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د چهارشنبهسوري مراسمو پر مهال پېښو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ زره او ۴۱۹ نور ټپیان دي.
چهارشنبهسوري د ایرانیانیو یو لرغونی جشن دی چې له ډېر پخوا راهیسې یې د ځانګړو دودیزو مراسمو په ترڅ کې د زاړه کال د وروستۍ چهارشنبې په شپه یعنې د سهشنبې له ماښام وروسته ترسره کوي، او خلک د اورونو له سره ټوپونه پهکې وهي.
د ایران د ایرنا راپور له مخې، په دغو مراسمو کې په ټول ایران کې ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ زره او ۴۱۹ نور ټپيان دي.
د راپور له مخې، دغه پېښې د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي او د خلکو بياحتیاطي د مرګژوبلې سبب کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر ټپیان د تهران کې دي، په داسې حال کې چې په کهګیلویه او بویراحمد ولایتونه کې تر ټولو لږ پېښې ثبت شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP