کابل (پژواک،۳۰ کب ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د ګرځنده ټیلیفونونو واردوونکي شرکتونه له دې وروسته مکلف دي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې (اترا) څخه د وارداتو جواز ترلاسه کړي او خپل فعالیت په قانوني ډول پرمخ یوسي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، له دې وروسته د ګرځنده ټیلیفونونو واردوونکي شرکتونه مکلف دي څو هېواد ته د ګرځنده ټیلیفونونو له واردولو مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې څخه د مبایلونو د تورید جوازلیک ترلاسه او په قانوني ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
الکوزي زیاته کړې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د مخابراتي خدمتونو پر تنظیم سربېره د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا دنده هم پر غاړه لري، د وخت د غوښتنو او د چارو د اسانتیا په موخه وخت په وخت ګڼ مهم سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپاري.
هغه زیاتوي، د بېکیفیته او جعلي ګرځنده ټیلیفونونو د واردولو، د هېوادوالو د ګرځنده ټیلیفونونو د ورکېدو د مخنیوي …. په موخه یو سیسټم چې د ټولو ګرځنده تلېفونونو « IMEI» شمېرې په کې درج وي جوړ او عملا یې ګټې اخیستنې ته سپارلی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند په خبره، د ګرځنده ټیلیفونونو واردوونکي شرکتونه اړ دي څو د (IMEI) مشخصو شمېرو له ثبت او راجسټر کېدو او تورید وړاندې د اترا ادارې جواز لیک ولري.
ده زیاته کړې، د هېواد ټولو هغو سوداګرو ته چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ګرځنده تلېفونونه واردوي خبر ورکول کېږي چې له دې وروسته د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د جوازلیک د نه درلودو په صورت کې د مبایلونو له واردولو ډډه وکړي، د غیر قانوني کړنو د لیدو په صورت کې به اړوند شرکت له قانوني چلند سره مخ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP