کابل (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): نرګس هغه نجلۍ چې په یوه خصوصي ښوونځي کې صفاکاري کوي، له بېوزلۍ او فقر شکایت لري او وایي، پر څلور زره افغانۍ تنخوا په ډېرې سختۍ سره ژوند تېروي، له شتمنو کسانو غوښتنه کوي څو ورسره مرسته وکړي.
۲۷ کلنې نرګس واده نه دی کړی؛ ځکه چې د خپلې ناروغې مور او دوو خویندو د اعاشې مسوولیت یې پر غاړه دی.
بېوزلۍ، تنګلاسۍ او د مور ناروغۍ د نرګس پر روح او روان دومره تاثیر کړی چې ۵۰ کلنه ښکاري.
نوموړې چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې یوه خصوصي ښوونځي کې صفاکاري کوي، وایي چې د میاشتې څلور زره افغانۍ تنخوا اخلي.
نرګس چې له شنبې تر پنجشنبې له سهاره تر مازدیګره ښوونځي ته راځي، د ټولګیو، ادارې، دهلېزونو، تشنابونو او د انګړ پاکولو مسوولیت پرغاړه لري، وایي: «دومره پاککاري او قفکاري کوم چې نوکان مې درد کوي…. څه وکړم مجبوریت دی.»
نرګس چې د کابل ښار د چهارقلعه وزیراباد سیمه کې په یوه دوه اتاقه کرایي کور کې ژوند کوي، وایي چې له خپلې تنخوا څخه د میاشتې دوه زره افغانۍ د کور کرایې لپاره ورکوي او په دوو زرو افغانیو باندې د خپلې کورنۍ نور لګښتونه برابروي.
هغه وایي: «که د ګاونډیانو او همکارانو مرسته نه وي، ممکن ډېری وخت درې وخته خواړه ونه لرو.»
نرګس چې نهشوای کولای خپلې اوښکې تم کړي، ویې ویل: «خور مې پرون راته ویل چې له لوږې مې زړه رپیږي، مجبوریت دی نور نو څه وکړو.»
نرګس وایي که خوېندو ته یې د دې په څېر کار پیدا شي، حاضرې دي چې کار وکړي، خو د خلکو په کورونو کې کار کولو ته رضایت نهلري.
نرګس درې وروڼه هم لري، خو ورونو یې چې ودونه کړي، له خپلې مور او خوېندو جلا ژوند کوي، نرګس له خپل مشر ورور څخه ګیلهمنه ده؛ ځکه د هغه اقتصادي وضعیت ښه دی، خو د خپلې مور له ژونده بېخبره دی، خو دوه نور ورونه یې په بېوزلۍ او فقر کې ژوند کوي.
د نرګس مور د زړه ناروغي لري او نرګس مجبوره ده چې خپلې مور ته درمل هم وپېري.
نوموړې په دې اړه وویل: «له خپلو ورونو او خوېندو دا غواړم چې مرسته دې راسره وکړي څو د خپلې مور درملنه وکړم، همدا غوښتنه لرم چې له مور سره مې مرسته وکړي چې موږ درې سیاسرې پرې راټولې یو، له الله پاک پرته له بل ځای څخه امید نهلرو.»
نرګس له شتمنو خلکو غوښتنه کوي څو په دې مبارکه میاشت کې له دې او د دې په څېر کورنیو سره مرسته وکړي.
دا یوازې نرګس نه ده چې بېوزلۍ يې ژوند سخت کړی او د مرستې غوښتنه کوي، بلکې په هېواد کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو له امله ډېرې کورنۍ له فقر، بېکارۍ او بېوزلۍ څخه کړیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP