Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ د ا.ا چارواکو د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان مراسمو کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې یاد وزارت د ښوونځیو لپاره پر نوي نصاب کار کوي.

د پوهنې وزارت له لوري نن د کابل ښار په اماني عالي لېسه کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان په تړاو غونده جوړه شوې وه.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله آغا په دغه غونډه کې وویل، افغاني ټولنه هم دیني او هم عصري علومو ته اړتیا لري او اسلامي امارت دیني او عصري دواړو علومو ته توجه لري څو افغانستان له نړۍ سره سیال شي.

هغه زیاته کړه، د ښوونځیو له نصابه هغه څه به وباسي چې د دین او افغاني دودونو سره په ټکر کې وي.

دی زیاتوي، د ښوونځیو لپاره پر داسې درسي نصاب کار کوي چې د دیني علومو ترڅنګ په کې عصري علومو ته هم پام شوی وي.

د پوهنې وزارت سرپرست له خلکو وغوښتل چې د اسلامي نظام پر ضد پر منفي تبلیغاتو باور ونه کړي.

ورته مهال، د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې زده‌کوونکو ته په خطاب کې وویل، د علم او پوهې ترلاسه کولو لپاره له خپل وخت غوره استفاده وکړي او د فرصتونو او وخت له ضایع کېدو ځان وساتي.

هغه استادانو ته په خطاب کې زیاته کړه: «دا زموږ لوی مسوولیت او اسلامي مکلفیت دی څو په امانتدارۍ د افغان ملت اولادونه په اسلامي او هېوادپاله روحیه وروزو چې هغوی وکولای شي په راتلونکې کې هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.»

 نوموړي وویل، د افغانستان ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو ته د ښوونې او روزنې د پراختیا په موخه د یو غوره ښوونیز سیسټم جوړولو ته ژمن دی.

هغه زیاتوي، د پوهنې وزارت مسوولیت دی څو د هېواد لپاره یو داسې ښوونیز سیسټم برابر کړي چې د هېواد نننيو اړتياوو او غوښتنو ته ځواب‌ويونکی واوسي.

د هغه په خبره، د اسلامي امارت مشرتابه د پوهنې وزارت ټولو اړتياوو پوره کولو ته ژمن دی.

د حنفي په وینا، اسلامي امارت ټول هغه امکان چې په واک لري، د پوهنې وزارت د پیاوړتیا لپاره به يې وکاروي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني وویل، داسې نصاب ته اړتیا ده چې د ولس بچي د ولس ترڅنګ ودرېږي، ولس ته ژمن وي، اسلام ته وفادار وي، افغاني نظریه ولري او پردۍ نظریه ونه لري.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت چارواکو د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان په مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو د بیا پیل په اړه څه ونه ویل.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د افغانستان په کچه نږدې ۴۴ زره بابه مدارسو او ښوونځيو فعالیت درلود چې څه باندې لس میلیون طالب‌العلمانو او زده‌کوونکو په ‌کې زده‌کړې او څه باندې ۲۵۰ زره ښوونکو په کې تدریس کاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.