میدانښار (پژواک، ۲ وري ۱۴۰۴): د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه نن د کابل – کندهار پر لویه لار، د سیداباد ولسوالۍ د لوړې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ویډز ډوله موټر چپه شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
امنیه قومانداني زیاتوي چې ټپیان د یاد ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP