Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټولګټو وزارت تېر لمریز کال د ۱۹۸ پروژو چارې پیل کړې دي

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې د ۱۹۸ پروژو چارې پیل کړي چې له ډلې یې زیات شمېر بشپړې شوې او د ځینو نورو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت یو له مهمو او سکټورې وزارتونو څخه دی چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنیزې کرښې، د سړکونو د ساتنې او څارنې، د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو رغولو او د ترافیکي علایمو د نصبولو مسوولیت پرغاړه لري.

خبرپاڼه کې راغلي چې ټولګټو وزارت ‎په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د سړکونو، پلونو او پلګوټو، اوسپنیزې کرښې، د سړکونو ساتنې او څارنې، واورو پاکولو، جوماتونو، د ترافیکي علائمو د نصبولو او د اجناسو په برخه کې د څه باندې ۱۹۸ پروژو رغنیزې او ترمیماتي چارې پیل کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ۵۴ یې د سړکونو او اوسپنیزې کرښې، ۱۶ د ترافیکي علایمو د نصبولو، ۱۴ یې د جوماتونو، ۱۴ د واورې پاکولو، ۴۳ د سړکونو د ساتنې او څارنې او ۶۰ پروژې د اجناسو د تدارکاتو په برخه کې دي چې دا مهال یې د زیات شمېر پروژو کار بشپړ شوی او د ځینو نورو کار په چټکۍ سره جریان لري.

یاد وزارت لیکلي چې تېر کال یې ټولټال  د ۱۱۷۴ کیلومتره سړکونو د ابتدایي مطالعاتو او امکان سنجۍ سروې، د ۳۸۵ کیلومتره سړک توپوګرافي سروې و د ۳۱۲ کیلومتره سړک د ډیزاین چارې بشپړې کړې دي او د ۲۷۲ کیلومتره سړک د ډیزاین کولو چارې جریان لري چې شاوخوا ۴۵ سلنه کارو نه یې پرمخ تللي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه‌راز ټولګټو وزارت په ټولیزه توګه د ۱۸۷۶ متره پلونو سروې او د ۱۹۴ متره پلونو ډیزاین تیر کال بشپړ کړی او د ۱۰۵۷ متره پلونو د ډیزاین چارې جریان لري چې ۵۵ سلنه چارې یې ترسره شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاد وزارت په  تیر ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د کابل – کندهار لویې لارې په ګډون، د سړکونو  او اوسپنیزې کرښې په برخه کې د ۵۴ پروژو کار پیل کړی چې د ځینو چارې یې بشپړې او د ځینو نورو  کار په چټکۍ سره جریان لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.