Language

لوګر او فراه کې له څه باندې نهه زره کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): سیمه‌ییز مسوولین وایی، په فراه او لوګر ولایتونو کې له څه باندې نهه زره کورنیو سره د خوارکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.

د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې پر پنځه زره او څلور سوه بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته ووېشل شوه.

هغه زیاته کړه چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري ووېشل شوه.

دی وایي چې په مرسته شویو خوراکي توکو کې هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه غوړي، ۶ کيلوګرامه دال، ۶ کيلوګرامه مالګه او د ماشومانو خوارځواکۍ د مخنیوی خواړه وېشل شوې دي.

هغه وایي له ذکر شویو کورنیو څخه یې په ۲ زره او ۶ سوه بې وزله کورنیو نغدي مرسته وېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۲ زره او  ۹ سوه افغانې ورکړل شوې دي.

دغه راز د فراه ولایت یوه سوداګر حاجی رحمت الله نوري د دې ولایت له څلور زره بیوزله کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په دغه مرسته کې هر بیوزله او مستحق کس ته پنځوس کیلوګرامه اوړه، پنځه ویشت کیلوګرامه وریجې او پنځه لېتره غوړي ورکړل شوي دي.