کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه سبا له ایران سره کوي.
د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ د تېرې کب میاشتې په ۳۰مه د ټایلنډ په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې سبا د ایران له لوبډلې سره لوبه کوي.
سرچینې ویلي، د افغانستان او ایران لوبډلو ترمنځ لوبه د کابل په وخت د مازدیګر په څلورو بجو پیلېږي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پرون متحده عربي اماراتو ته وبایلله.
د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د راتلونکې سېشنبې په ورځ د اندونیزیا له لوبډلې سره ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP