کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې په ترانزیټي او تجارتي برخو کې خنډونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان حکومت ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي سره لیدلي.
خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ترانزیټ او ولسونو ترمنځ پر تګ راتګ خبرې شوې.
د خبرپاڼې په حواله، متقي ټینګار کړی چې په ترانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هيڅ لوري په ګټه نه دي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې، پاکستان کې مېشت افغان کډوال باید د جبري ایستلو پر ځای په تدریج سره په ابرومندانه شکل خپل وطن ته راستانه شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه بللی او ژمنه یې کړې چې افغانانو ته د ویزو ورکولو او پاکستان ته د تګ راتګ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره به اړین اقدامات کوي او هم به د سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې د شته ستونزو هواري پر لور عملي ګامونه پورته کړای شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د مسایلو د حل په موخه پر ګدو ناستو او د پلاوو پر تګ راتګ ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP