مزارشریف (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): بلخ کې په ولایتي کچه د لسو غورو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ د «جوره رییس» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ د بدني روزنې او ورزش امریت د عامه اړیکو مسوول حمیدګل لېوال پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د مزارشریف ښار د امام خمیني لوبغالي کې پیل شوې وې چې درې ورځې یې دوام وکړ.
هغه زیاته کړه، د والیبال رمضان جام سیالیو کې د ولایت په کچه لسو لوبډلو برخه درلوده چې د «جوره رییس» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د جوره رییس لوبډلې وکولای شول استقلال لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړي.
ورته مهال، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي محمدنعیم وویل، د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دی او د ورزشکارانو د هڅونې لپاره مهمې وې.
لوبغاړي غوښتنه کوي چې ځایي مسوولین دې په دغه ولایت کې د والیبال لوبې ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP