منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:54 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

بلخ کې د والیبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

بلخ کې په ولایتي کچه د لسو غورو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ د «جوره رییس» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

· 1 دقیقه لوستل · 315 کتنې

مزارشریف (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): بلخ کې په ولایتي کچه د لسو غورو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ د «جوره رییس» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بلخ د بدني روزنې او ورزش امریت د عامه اړیکو مسوول حمیدګل لېوال پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د مزارشریف ښار د امام خمیني لوبغالي کې پیل شوې وې چې درې ورځې یې دوام وکړ.

هغه زیاته کړه، د والیبال رمضان جام سیالیو کې د ولایت په کچه لسو لوبډلو برخه درلوده چې د «جوره رییس» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پای‎لوبه کې د جوره رییس لوبډلې وکولای شول استقلال لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړي.

ورته مهال، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي محمدنعیم وویل، د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دی او د ورزشکارانو د هڅونې لپاره مهمې وې.

لوبغاړي غوښتنه کوي چې ځایي مسوولین دې په دغه ولایت کې د والیبال لوبې ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.