غزنيښار (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته شاوخوا ۳۰ زره کورني او بهرني سیلانیان ورغلي او له لرغونو سیمو یې لیدنه کړې ده.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، د داخلي سیلانیانو ترڅنګ له روسيې، بلجيم، جنوبي افريقا، استراليا، ايټاليا، امریکا، کاناډا، جرمني، اندورا، کینیا، ناروې، هالنډ، پولنډ، مقدونیا، هسپانیا، مصر، چین، فرانسې، ایران، سويډن، ارجنټاين، اسپانيا، چکسلواکيا، هنګري، پرتګال، ايرلنډ، جاپان، ترکيه، رومانيا، اروشيا، نيدرلنډ، فنلنډ او نورو هېوادونو ۴۰۰ سیلانیانو له دغه ولایت څخه ليدنه کړې او شمېر یې ورځ تر بلي د ډېرېدو په حال کې دی.
نوموړي وویل، بهرني سیلانیان د غزني له تاریخي ابدو، نظامي موزيم، ملي موزیم، ملي پارک، منارونو سيمې، بالاحصار، سلطانمحمود غزنوي زيارت، سردار تپه، زوړ ښار او نورو لرغونو سیمو لیدنه کوي.
هغه د کورنيو سیلانیانو په اړه وویل، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په زرګونه کسان د سلطانمحمود غزنوي زيارت، غزني موزيم، ابوريحان البيروني کتابتون، حکيم سنايي زيارت، منارو سيمې، بالاحصار، نظامي موزيم، په جاغوريو ولسوالۍ کې د شارزايدې تاريخي ابداتو او زيارتونو ترڅنګ د خپل سیل او تفريح په موخه له سردې بند، سلطان بند او کوشک سيمو څخه هم لیدنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: «د ګرځندوى برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شوې او هر څوک کولای شي د سیاحت په موخه دغه ولایت ته راشي او ترڅنګ یې په ټول ولایت کې د بشپړ امنیت ډاډ هم ورکوو.»
ورته مهال، له بلجیم هېواده راغلي سیلاني کوریچ لاوین پژواک خبري اژانس ته دغه ولایت د افغانستان له ښکلو او لرغونو ولایاتونو یاد کړ.
هغه وویل، خوښ دی چې په غزني کې یې له بېلابېلو تاریخي سیمو لیدنه وکړه او هر هغه څه چې یې دلته لیدلي، ورته په زړهپورې وو.
دغه راز، له غور ولایت څخه راغلي عبدالصمد وویل، غزني یو لرغونی او تاریخي ولایت دی چې زیارتونه، ملي موزیم، تاریخي ابدې او لرغونې سیمې یې د لیدلو وړ دي.
ورته مهال، د غزني اوسېدونکي هیله لري چې د سیلانیانو په ورتګ سره به د دغه ولایت د خلکو اقتصاد لا پیاوړی او هم به ورسره د ځایي خلکو ژوند ښه شي.
دوی له حکومته په دغه ولایت کې د لارو جوړېدو، رغنیزو پروژو پلې کېدو او د ښار د ښکلا غوښتنه کوي، څو د لا زیاتو سیلانیانو پام ورته را واوړي.
غزني تر ۲۰۰ ډېرې تاریخي ابدې، لرغونې سیمې او تفریحي ځایونه لري چې له ډلې یې ۱۰۰ د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت او راجستر دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP