Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د یوه ترمینل جوړولو چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په نساجي سیمه کې د ۲۸۴ میلیون افغانیو په لګښت، د یوه ترانسپورټي ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.

د یاد وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده نن په دې اړه جوړه غونډه کې وویل، دا ترمینل به په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړ شي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د ټرانسپورټي خدماتو کچه لوړه او سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې سږ کال د واخان سړک د دویم پړاو، کاسا زر، او افغان ټرانس پروژوچارې هم پیلېږي.

نوموړي زیاته کړه، د مس عینک، ټاپي، غوریان د اوسپنې کان، او قشقرې د نفتي حوزې په ګډون، په نورو اقتصادي پروژو کې هم پرمختګ شوی دی.

دا پروژه د هېواد د ټرانسپورټي اسانتیاوو د پراخولو د هڅو یوه برخه ده. په همدې روانه اوونۍ کې د کابل په پغمان، د اروزګان په ترینکوټ، او د بدخشان په فیض‌آباد ښار کې هم د ټرانسپورټي ترمینلونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.