کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه اندونیزیا ته وبایله او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.
دغه لوبه نن ماسپښین په ټایلنډ کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، په دغه لوبه کې اندونیزیا ۶ پر ۴ افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.
د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ د تېرې کب میاشتې په ۳۰مه د ټایلنډ په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې وې چې خپله لومړۍ لوبه یې متحده عربي اماراتو ته او دویمه لوبه یې پرون ایران ته وبایلله.
د یادونې ده، افغان لوبډله په دغو سیالیو کې له ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP