Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): ځایي مسوولین وایي چې د بامیان په سیغان ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړولو چارې پيل او دغه ‌راز په کندوز کې بیا د ۱۹۸ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه او ۷۴۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د پنځو پروژو کارونه پیل شول.

د هغه په خبره، د اوبو دغه شبکې د سیغان ولسوالۍ په خدادادخېلو، نواباد، پیتاب او ده‌نوله سیمو کې د نړی‌وال بانک له خوا جوړیږي.

دغه‌راز د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغو پروژو د چارو په پرانیست‌غونډه کې وویل، د بامیان ځایي اداره هڅه کوي څو په ټولنه کې د خلکو له اړتیاوو سره سم د پرمختیايي پروژو پلې کېدو زمینه برابره کړي څو خلک له ټولنیزو خدماتو یو ډول برخمن شي.

ورته مهال، د بامیان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس ملا ضیاءالله خادم وویل، د دغو پروژو په تطبیق سره به په راتلونکي کې د څښاک له پاکو اوبو ۱۰۸۰ کورنۍ، ۱۵ جوماتونه، یوه مدرسه، دوه ښوونځي او یو کلینیک برخمن شي.

هغه دغه‌ راز زیاته کړه، د تېر کال په ترڅ کې په بامیان کې د څښاک اوبو ۴۴ شبکې جوړې شوې او له لارې زګونو خلکو ته پاکې اوبه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بامیان د عامې روغتیا ریاست ویلي وو، د دغه ولایت ۵۰ سلنه خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

ورته مهال، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ بیش کپه افغانیه کلي کې د ۱۹۸ زرو ډالرو په ارزښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.

د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروژه کې ۷۰ متره څاه، د ۵۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو ذخيرې او نلونه شامل و او لسګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه او ۵۲۳ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.