Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې کورنۍ باغچې؛ د کورنیو د اقتصادي ودې برخه کې د ښځو لپاره یو فرصت

سرپل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): په دې ورځو کې د سرپل د مرکز د چهارباغ سیمې د ځینو خټینو کورونو انګړونو او شاوخوا ساحو کې کورنیو باغچو نه یوازې د کورونو چاپېریال ښکلی کړی، بلکې د هغو مېرمنو لپاره چې د کور د لګښتونو پوره کولو په اړه یې اندېښنه درلوده، یوه سالمه بوختیا او د عاید سرچینې ګرځېدلې دي.

د سرپل مرکز کې یو شمېر هغه مېرمنې چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، اوس د کورنیو باغچو محصولاتو پلورلو له لارې خپلې ځینې اړینې اړتیاوې پوره کوي.

له ټغر اوبدنې تر بزګرۍ

د سرپل د مرکز د چهارباغ سیمې اوسېدونکې ۶۵ کلنه مرضیه چې کلونه یې په غالۍ اوبدلو کې تېر شوي خو ډېر زحمت او لږ عاید ورته ژوند سخت کړی و، تر دې چې درې کاله مخکې یې په ژوند کې د بدلون لپاره یو فرصت رامنځته شو او د یوې مرستندویې موسسې په مرسته یې د خپل کور په انګړ کې یوه وړه باغچه جوړه کړه.

هغه اوس هر سهار له لمرختو مخکې د خپلو کرلو سبزیو په پټیو کې ګرځي او پر هغو لاسونو چې نور د ټغر او غالۍ له اوبدلو ستړي دي، د سبزیو د بوټو پالنه کوي.

هغې په مسکا له خپله کاره رضایت وښود ویې ویل: «نور اړه نه یم چې له چا پور واخلم، خپله ترکاري په کلي کې پلورم او په پیسو یې د کور اړتیاوې پوره کوم. دا باغچه سره له دې چې عاید لري، ورسره اسوده شوې هم یم، اوس چې کله په باغچه کې کار کوم، ټولې اندېښنې او فکرونه هېروم.»

هغه چې د خپلې اووه‌کسیزې کورنۍ په اقتصاد کې مثبت رول لوبوي، زیاته کړه: «وسایل او د ترکاریو تخم راته موسسې راکړل، نور کار مې خپله پیل کړ، له نېکه ‌مرغه وتوانېدم چې د ګندني، نعنا، پیاز، مُلۍ، ګشنیز، تره ‌تیزک او کاهو کرلو او بازار ته د هغو وړاندې کولو له لارې له خپلې کورنۍ سره د ژوند یو نوی پړاو پیل کړم.»

هغه مېرمنې چې د کورنۍ اقتصاد یې بدل کړی

کوچنیو کورنیو باغچو هغو مېرمنو ته چې یو وخت له اقتصادي ستونزو سره مخ وې، سوکالي راوستلېده، د دې  باغچو له لارې یې نه یوازې اقتصاد ښه شوی، بلکې هغه مسکاوې چې مخکې د ستونزو تر بار لاندې شوې وې، بېرته پر خوله راغلې دي.

شېرین د سرپل د مرکز چهارباغ کلي کې یوه بله ۵۰ کلنه ښځه ده چې څلور کاله مخکې یې د کور په څنډه کې وړه باغچه جوړه کړه، سابه‌وو یې نه یوازې د کورنۍ دسترخوان رنګین کړ، بلکې ښه عاید هم ترې ترلاسه کوي، د ژمي په درېیو میاشتو کې یې څه باندې ۲۰ زره افغانۍ عاید درلود او نور د خاوند پیسو ته اړتیا نه لري. هغه چې د ملا له درده کړیږي، که څه هم کله کله د باغچې د درنو کارونو لپاره کارګر نیسي، تر اوسه هم د سبزيجاتو له روزنې خوند اخلي.

هغې وویل: «له دې مخکې به یې اندېښنه درلوده، په هره خبره کې به مې چورت واهه؛ ځکه بې‌کاري انسان هر فکر او روحي فشار ته کشوي، خو اوس چې په باغچه کې کار کوم، ذهن مې ارامېږي، نوره د تېر په څېر عصبي نه یم، ښه احساس لرم، حتا ډېره کمه ډاکټر ته مراجعه کوم؛ ځکه چې د دې باغچې ارامښت راته درمل او درملنه ده.»

۲۲ کلنې معصومې چې دوه کاله مخکې یې دغه کار پیل کړی، اوس د خپلې باغچې د سبزیو د پلور له لارې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ عاید لري، خاوند یې ریکشه چلوي او هغه هم د کور په لګښت کې برخه اخلي.

هغه وایي: «په کور کې شپږ نفره یو، د هغو کورنیو لپاره چې اقتصاد یې کمزوری وي، د کورنۍ باغچې لرل لوی نعمت دی، اوس د کور ورځنی لګښت له همدې باغچې ترلاسه کوم او دا ماته یو ډېر ښه کار دی.»

بلخوا، سرپل کې د یوه کوچني کار لرونکې مېرمن ملکه سادات وایي، که ښځې عاید ولري، د کورنۍ ډېرې ستونزې حلېږي.

هغه وایي: «په هر کور کې چې ښځه په اقتصاد کې مرسته وکړي، جنجال او تاوتریخوالی کمېږي؛ ځکه چې ستونزې د خراب اقتصاد له امله رامنځته کېږي.»

هغه له حکومت او خلکو غوښتنه کوي چې د ښځو لپاره دې کاري فرصتونه برابر کړي او د ستونزو ګراف دې له دې لارې راټیټ کړي.

ورته مهال، د سرپل د کرنې مسوولین هم تاییدوي چې د روان کال په ترڅ کې د ځینو موسسو په همکارۍ ۱۳۷ ښخو ته د دغه ولایت په مرکز او صیاد او سانچارک ولسوالیو کې کورنۍ باغچې جوړې شوې دي.

د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر داملا شریف‌الله مصدق وایي چې دا ښځې په بازار کې فعاله ونډه لري.

نوموړې وویل، په تېرو کلونو کې هم ورته پروګرامونه تطبیق شوي او له هغو ډېرې ښځې برخمنې شوې او هڅه کېږي چې په راتلونکې کې هم دغو پروژو ته پراختیا ورکړل شي او ښځو ته د لا ډېرو عوایدو زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.