Language

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني‌ښار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د غزني امنیتي مسوولین وایي، تېره ورځ ناوخته قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل – کندهار پر لویه لاره، د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د نوروزخېلو سیمه کې داسې مهال رامنځته شوې چې یوه مسافر وړونکي موټر لومړی یوه ۱۱ کلنه نجلۍ چې له سړکه تېرېده، وهلې او وروسته موټر له سړک وتلی او چپه شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې پېښه کې یادې نجلۍ او یوې بلې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او د یوې بلې ښځې په ګډون دوه کسه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپيان د دغه ولایت ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

Related Topics