کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د امریکا متحده ایالتونو د مرستو په درېدو سره ممکن د ورځې په نړۍ کې څه باندې دوه زره د ایډز نوې پېښې ثبت شي.
د رویټرز اژانس راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ایډز اژانس (UNAIDS) پرون (دوشنبه) ویلي چې که د امریکا بندې شوې بودجې ته بدیل پیدا نه شي، ښايي د ورځې په ټوله نړۍ کې د ایډز دوه زره نوې پېښې ثبت شي او له امله یې مړېنه ۱۰ برابره شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ګډ پرواګرام اجرايي مدیر ویني بیانیما د ایډز په اړه جینوا کې خبریالانو ته ویلي چې د روغتیا په بودجه کې اختلال او پر خدمتونو یې اغېز، پر یادې ناروغۍ اخته ناروغانو باندې بد اغیز کړی دی.
نوموړي څرګنده کړه: «د امریکا د بودجې بندېدل د ډېرو کلینیکونو د تړل کېدو او له دندو د زرګونه روغتیايي کارکوونکو ګوښه کېدو لامل شوي دي… دا ټول په دې معنا دي چې موږ به د نوو عفونتونو د ډېرېدو شاهد و اوسو. د ملګرو ملتونو ګډ پرواګرام اټکل کړی چې ممکن د ورځې دوه زره نوې پېښې ثبت کړو.»
هغه زیاته کړې چې که د امریکا د نړۍوال پراختیايي بنسټ (USAID) مالي مرستې د ۹۰ ورځني ځنډ په پای کې بیا پیل نهشي، یا د بل دولت له لوري ورته بدیل پیدا نه شي، د ایډز له امله د تلفاتو شمېر به لوړ شي.
د ویلو ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو له ترسره کولو وروسته د امریکا تقریبا ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP