خوست ښار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا رييس عنایتالرحمن جلالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي لګښت د یوه استنادي دیوال او یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
هغه وایي چې استنادي دېوال ۲۰۰ متره او د اوبو کانال ۳۰۰ متره اوږدوالی لري او دوه سوه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې.
نوموړي وويل پردې دواړو پروژو ۲۲۵ زره امريکايي ډالر لګښت راځي.
دی وايي: «الحمدالله د خوست د کليو بيارغونې او پراختيا رياست په نورو ولسواليو کې هم همدا شان پروژې سروې کړې دي چې په لنډ وخت کې به یې افتتاح وشي.»
ورته مهال، د عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي په لرو پرتو سیمو کې د دا ډول پروژو پليکېدو ته خوښ دي او وايي چې له لارې به یې د کرنې برخه کې پراختیا رامنځته شي.
د عليشېرو ولسوالۍ يو اوسېدونکی احمدخان وايي: «دا استنادي ديوال که جوړ نه شي نو دا سړک له منځه ځي، ځکه دې سړک باندې اووه اته قومونه تګ راتګ کوي. بل تر دغه کانال شپږ سوه جريبه ځمکه لاندې ده چې دا هم ورسره ابادېږي.»
د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدنکي مولوي عبدالباقي بيا پژواک اژانس ته وويل، حکومت او مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې د کلیوالي سیمو لپاره د پرمختیایي چارو ګڼې پروژې پلې کړي څو د خلکو ستونزې حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP