چاریکار (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې هغه څلور کسیزه ډله له پولیسو سره نښته کې له منځه وړل شوې چې «د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم یې غلاوې کولې.»
د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د سیدخېلو ولسوالۍ کمانګر په سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي: «دغې ډلې د پروان ولایت په بېلابېلو برخو کې د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم غلاوې کولې، دغه عملیات تېره شپه ۷:۳۰ بجې هغه مهال ترسره شول چې وسلهوال غله د غلا په نیت یو کور ته ننوتي وو.»
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې او یوه مخابره هم ترلاسه شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې ټپي شوی امنیتي کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP