Language

هرات کې ایران ته قاچاق‌کېدونکي ۴۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي نیول شوي

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د سرحدي پولیسو لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو د هرات په اسلام‌کلا بندر کې ايران ته د څلوېښت کیلوګرامه نشه‌يي توکو (شیشې) د قاچاق مخه نیولې ده.

د سرحدي پولیسو ریاست د مطبوعاتو مسوول سمونیار عابدالله عقاب په يوه ويډيويي کلپ د یادو څرګندونو ترڅنګ ویلي: «په یوه ایراني باربري ډوله موټر کې ۴۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي چې د شيشې په نوم یادېږي، په ډېر ماهرانه انداز سره ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې ايران ته یې قاچاق کړي چې زموږ ځواکونو یې د قاچاق مخه ونیوه.»

دی زیاتوي، سرحدي پولیس هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرو نظم ګډوډ کړي.