Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میمنې ښار کې لاسي پلورونکې ښځې؛ د بې‌وزلۍ تر درانه پېټي لاندې د ژوند کولو هڅه

میمنه (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار د زړو توکو د پلور له ګڼې‌ګوڼې په ډک بازار کې د لاسي پلورونکو ښځو شمېر ډېر شوی خو دغه ښځې وايي، دغه کار ځکه کوي چې د خپلو کورنیو سرپرستې ور له غاړې ده.

دغه لاسي ‌پلورونکې چې د میمنې ښار د واټونو غاړو ته په اوړي کې تر سره لمر او ژمي کې په سړه هوا کې توکي پلوري، څو خپلو کورنیو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي، له بېوزلۍ او د خپل کاروبار د بازار له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې له پنځه تر لس‌کسیزو کورنیو د نفقې پیدا کولو مسوولیت ور له غاړې دی، خو ډېری وخت پرته له دې چې څه وپلوري، خالي لاس کورونو ته ځي.

هغه انځورونه چې د میمنې ښار د کهنه‌فروشۍ له بازاره د پژواک خبري اژانس خبریال اخیستي، ښيي چې دغلته د لاسي‌پلورونکو ښځو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.

د بېوزلۍ او بې‌سرپرستۍ تر درانه پېټي لاندې ژوند

د حلیمې په نوم هغه کونډه چې ۱۶ کاله کېږي د خپلو څلورو ماشومانو د نفقې پیدا کولو لپاره زاړه توکي پلوري وايي: «په وروستیو کې پلورونکي ډېر او پېرېدونکي کم شوي، ډېری وخت پرته له دې چې څه وپلورم، خالي لاس بېرته کور ته ځم، ان کرایه هم نه شم پیدا کولای، په یوه میاشت کې ۵۰۰ افغانۍ عاید هم نه‌لرم، د زړو توکو د پلور ترڅنګ د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره خلکو ته ډوډۍ پخوم او جامې یې مینځم.»

د روشن په نوم یوه بله مېرمن چې خاوند یې پر نشه‌يي توکو اخته دی، ځان او خپلو اوو لوڼو ته د نفقې پیدا کولو مسوولیت ور له غاړې دی، د دوشنبې او پنج‌شنبې په ورځو د خلکو زړې جامې او توکي د پلور لپاره د کهنه‌فروشۍ بازار ته راوړي.

هغې وویل: «اته کاله کېږي چې کهنه‌فروشي کوم، د ځانګړي ځای نشتوالي له امله کله د یوه سړک او کله هم د بل سړک غاړې ته تر واورې، باران او سوځوونکي لمر لاندې کېنم؛ له حکومته غواړو یو مناسب ځای چې سر پټ وي موږ ته جوړ کړي.»

یاده ښځه وايي: «ډېرې ورځې داسې وي، پرته له دې چې څه وپلورم، خالي لاس بېرته کور ته ځم.»

هغه هم د ښځينه پلورونکو له ډېرېدو یادونه کوي، له مسوولینو غواړي څو دوی ته یو سرپټی مناسب ځای جوړ کړي.

شریفه چې د زړو توکو د پلور برخه کې ۳۰ کلنه تجربه لري وايي، وروستیو کلونو کې د لاسي‌ پلورونکو ښځو شمېر د ډېرېدو او د خلکو د اقتصاد کمزوري کېدو له امله یې کاروبار پیکه شوی دی.

هغه وايي: «پخوا لاسي ‌پلورونکې مېرمنې د ګوتو په شمېر وې، خو اوس یې شمېر سلګونو ته رسېدلی او د ټولو لپاره کار نشته.»

عزیزه چې ځان د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکې معرفي کوي وايي چې په یوه کرايي کور کې اوسېږي، خاوند یې معتاد دی او د ۱۱ کسانو د نفقې برابرولو مسوولیت ور له غاړې دی.

هغې زیاته کړه: «نن له سهاره تر ۱۱ بجو چې د بازار څلور ساعته تېر شوي، څه مې ونه شو پلورلای.»

هغې چې غریو نیولې وه او خبرې یې سمې نه شوای کولای، وویل، حکومت باید له بې‌سرپرستو کورنیو، کونډو او یتیم‌لرونکو مېرمنو سره مرسته او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

بلخوا، د میمنې ښاروال مفتي ګل‌احمد مبشر وايي چې د تېرو څه باندې څلوېښت کلونو په اوږدو کې په هېواد کې ډېر شمېر مېرمنې کونډې او بې‌سرپرسته شوې، اولادونه او نفقه‌راوړونکي یې له لاسه ورکړي، په فقر او بېوزلۍ کې ژوند کوي، هغوی اړې دي چې خپل ځان او یتیمو ماشومانو ته د نفقې پیدا کولو لپاره توکي وپلوري.

مبشر تاییدوي چې په وروستیو کلونو کې د میمنې ښار د سړکونو غاړو ته د لاسي ‌پلورونکو مېرمنو شمېر ډېر شوی او لامل یې د سرپرست نشتوالی او بېوزلي ده.

هغه زیاته کړه: «که څه هم لاسي ‌پلورونکو مېرمنو د ځای د ستونزې په اړه ښاروالۍ ته مراجعه نه ده کړې خو د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم هڅه کوو چې هغوی ته یو مناسب ځای چمتو کړو چې له واورې، باران او لمر څخه خوندي وي او په ارامه خپل فعالیت وکړي.»

=دغه‌ راز، د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري نقیب‌الله حنفی وايي، د کهنه‌فروشۍ بازار کې دوه ډلې مېرمنې فعالیت کوي چې لومړۍ ډله مستعملې او زړې جامې پلوري او دویمه ډله که څه هم شمېر یې کم دی، داسې مېرمنې دي چې په وروستیو کلونو کې یې د کوچنیو کاروبارونو یا حرفه‌یي زده‌کړو پروګرامونو کې شاملې شوې او اوس خپل تولیدات لري او پلوري یې.

حنفي زیاته کړه: «موږ نه شو کولای لاسي ‌پلورونکې مېرمنې یوه یوه کور په کور ولټوو، که هغوی مراجعه وکړي، هڅه کوو چې روزنیزو پروګرامونو ته یې معرفي کړو یا د حکومت د مشرانو په مشوره ورته مناسب ځای برابر کړو.»

خو د میمنې ښار لاسي ‌پلورونکې مېرمنې له حکومت او مسوولو ارګانونو غواړي چې د وضعیت ښه‌والي لپاره عملي او اغېزناک ګامونه پورته کړي څو په مناسب او غوره چاپېریال کې خپل کار ته دوام ورکړلای شي، هغوی غواړي چې د حکومت تر سیورې لاندې وکولای شي د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړي څو باعزته او ارام ژوند وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.