Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې ۲۲۰ ځوانان د حرفوي زده‌کړو له پروګرامه فارغ شول

ګردېز (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ریاست د حروفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۲۲۰ ځوانان پنځو بېلابېلو حرفو کې له شپږ میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ شول.

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو ریيس قاري محمد‌رحيم نصرت د يادو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې وويل، دغو ځوانانو ته د برېښنا، نجارۍ، خياطۍ، موټرسایکل او موبايل ترميم برخو کې شپږ مياشتنۍ عملي او نظري زده‌کړې ورکول شوې دي.

هغه وويل، له يادو زده‌کړو فارغ شوي ځوانان به په راتلونکي کې له ترلاسه کړې زده‌کړې څخه په استفادې د خپل ځان لپاره کاروبار پيل کړي او خپلو کورنيو ته نفقه برابروي.

په يادو مراسمو کې د پکتيا د اقتصاد ریيس مولوي انور راشد وويل، ځوانانو ته حرفوي زده‌کړې ورکول کولی شي، په ټولنه کې د فقر او بې‌کارۍ کچه ټيټه کړي.

هغه ژمنه وکړه چې هڅه کوي، موسسې دې ته وهڅوي چې پکتيا کې نورو ځوانانو ته هم د ورته زده‌کړو زمینه برابره کړي.

ورته وخت کې له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي ځوانان هم خوشحاله دي چې په بېلابېلو برخو کې ورته د کسب د زده‌کړې زمينه برابره شوې وه.

د خياطي له څانګې فارغ شوي ځوان عرفان‌الله وويل، له دې وروسته به خپل کاروبار پيلوي او کورنۍ ته به حلاله نفقه برابروي.

ياد کسان داسې مهال د حرفوي زده‌‌کړو له مرکز څخه فارغېږي چې لا هم د پکتيا په ډېرو سيمو کې ځوانان له اوزګارۍ سر ټکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.